11 جولاي 2024
نن د عربي متحده اماراتو په پلازمينه ابوظبي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت، افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ رسما پیل کړه.
د غونډې په ترڅ کې د ا.ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنگ په اماراتو کې مېشتو افغانانو ته د یادې پروسې د پیل کېدو مبارکي وویله او له خپله اړخه یې په دې برخه کې د هر راز همکارۍ او اسانتیاوو رامنځ ته کولو ډاډ ورکړ.
د غونډې په لړ کې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په استازولۍ د الکترونیکي تذکرو د تخنیکي چارو د انسجام رییس ښاغلي استاذ سلطان احمد سباوون، د الکترونیکي تذکرو د وېش د پروسې تخنیکي پړاوونه تشرېح کړل او د خپلې ادارې په استازولۍ یې ژمنه وکړه، چې دا چاره به په بشپړه توگه اسانه او له هر ډول ځنډ او خنډ پرته به د هېوادوالو لپاره تر سره کېږي.
د یادولو وړ ده چې په اماراتو کې د افغانانو لپاره د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ، د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او په ابوظبي کې د افغانستان ا.ا. سفارت د گډو هڅو په پایله کې رسما پرانیستل شوه.