د ا.ا.ا. په سفارت کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني فاتحه واخیستل شوه

15 دیسمبر 2024

په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په انگړ کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې اخیستلو او دعا غونډه ترسره شوه.

په یادو مراسمو کې په اماراتو کې مېشتو افغان علماوو، مشرانو، سوداگرو، ځوانانو، سیاستوالو او نورو خواخوږو گډون کړی وو.

په ابوظبي کې د افغانستان ا.ا. سفیر د اسلامي امارت او د شهید حقاني د کورنۍ په استازولۍ له ټولو گډونوالو او هغوی چې خواخوږي يې څرگنده کړې وه  او د گډون فرصت یې نه درلود، مننه او قدردانی وکړ. د دوی غمرازي او خواخوږي یې د شهید له کورنۍ او افغان مجاهد ولس سره د همدردۍ او مینې رښتونې بېلگه وبلله.

د فاتحې او غمرازۍ یاد مراسم په ابوظبي کې د افغانستان ا.ا. د سفیر ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني په وینا او د شهید حقاني روح ته د دعا په ویلو پای ته ورسېدل.