د عربي متحده اماراتو له رییس سره د افغانستان ا.ا. سفیر ولیدل

30 نومبر 2024

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني د کوربه هېواد د دولت له رییس محترم شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان په عمومي وضعیت، وروستیو پرمختگونو او رامنځته شوو فرصتونو خبرې او بحث وکړ. همداراز افغان سفير د د‌ولت رییس ته په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو هیواد ته د انتقال، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په چارو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو غوښتنې وکړې او ترڅنک یې په اماراتو کې د مېشتو افغانانو د ځینو ستونزو د اواري په تړاو هم يادونه وکړه.

په ناسته کې ښاغلي شیخ محمد بن زاید آل نهیان په خپلو خبرو کې د یادو شوو مواردو په تړاو د همکارۍ ژمنه وکړه. دغه راز د اماراتو د دولت رییس افغانستان ورور هیواد یاد کړ او ترڅنگ یې د خپلې همېشنۍ او ژورې همکارۍ ډاډ څرگند کړ.

د یادولو وړ ده چې په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر خپل باورلیک د کوربه هېواد د دولت ريیس ته د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې په 26/5/1446 نېټه وړاندې کړی و.