متحده عربي اماراتو د افغانستان ا.ا. د سفیر باور لیک ومانه

21 اگست 2024

نن د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني خپل باور لیک د اماراتو د دولت د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د مرستیال وزیر وکیل ښاغلي سيف عبدالله الشامسي ته په یو لړ رسمي مراسمو کې وسپارلو.

ښاغلي مولوي بدرالدين حقاني د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې تاریخي وبللې او د اماراتو د دولت له همکاریو او همېشنیو مرستو یې مننه او خوښي څرگنده کړه.

ښاغلي سيف عبدالله الشامسي هیله څرگنده کړه، چې له اماراتو سره د افغانستان اړیکې خورا ارزښتمنې دي او د نوي سفیر په ټاکلو به دا دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

د افغانستان ا.ا. نوی منل شوی سفیر به خپل باور لیک په نیژدې راتلونکې کې د کوربه هېواد له اړخه د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د عربي متحده اماراتو د دولت رییس ته وړاندې کړي.